په ننګرهار کې د ۶۶ جوماتونو د جوړولو کار روان دی
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په هسکه مینه، اچین، غني خیلو، دوربابا، نازیانو او کوټ ولسوالیو کې د ۶۶ جوماتونو د جوړولو کار روان دی.
ددې جوماتونو له ډلې ۱۸ یې بشپړ شوي دي، ۷ هغه یې په تدارکاتي پړاو کې دي او د نورو هغو کار په چټکتیا سره روان دی. د یادولو وړ ده چې ددې جوماتونو ګټه به سلګونو لمونځ کوونکو ته ورسیږي.