په ننګرهار کې د ۵۵۷ مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۳۸
په ننګرهار کې د ۵۵۷ مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي  استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل او د نازیانو ولسوالۍ د ترخې کلي پرمختیايي شورا ترمنځ د ٥٥٧ مترو په اوږدوالي د یوه کانکريټي استنادي دیوال د لومړۍ برخې د جوړیدو هو کړه لیک لاسلیک شو.

دغه استنادي دیوال د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت دسیمه ییزې پراختیا پروګرام RP له لوري د ۱۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې په نږدې راتلونکي کې به یی عملي چارې پیل شي.

ددې دیوال په جوړیدو سره به په یاده سیمه کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه دسیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي او همدارنګه به دسیمې اوسیدونکوته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS