په ننګرهار کې د ۴،۶ میلونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پروژې قرارداد لاسلیک شو
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د غنې خیلو ولسوالۍ د ۲۷ ویالې سیمې د عبدل کلي پرمختیایي شورا ترمنځ د ۴،۶ میلونه افغانیوپه ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل وویل دغه شبکه د کلیوپراختیا وزارت کلیوالي سیمو ته داوبو رسولو ملی پروګرام له لوري د UNICEF ادارې په مالي لګښت پلې کیږي چې ۳۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
