په ننګرهار کې د ۳۲،۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۲ پروژو چارې بشپړې او د ۷،۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوو نورو پروژو چارې پيل شوې

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۹:۵۸
ننگرهار

د ننګرهارد کليو بيا رغونې او پراختيا رياست له لوري د ګوشتې ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې د ۳۲،۳ ميليونه افغانيو په لګښت د کانالونو، استنادي ديوالونو، کانکريټي سړکونو او ويالو جوړولو چارې بشپړې او د ۷،۶ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پيل شوې. د ننګرهارد کليو بيا رغونې او پراختيا رييس انجينر امان الله مياخيل وويل ۲۲ پروژې دافغانستان لپاره د سويډن کميټې (SCA) په مالي لګښت بشپړې شوې دي او د او بو رسولو شبکې د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست داوبورسولو دپروګرام له لوري چې يوه شبکه د ۳،۹ ميليونه افغاينو په لګښت د ماليې وزارت (MOF)له بوديجې څخه جوړيږي چې ۲۷۳ کورنيو ته د څښاک اوبه برابروي او دويمه يې د ۳،۸ ميليونه افغاينو په لګښت د (UNCIEF) په مالي لګښت جوړيږي چې ۲۸۵ کورنيو ته به د څښاک پاکي اوبه برابرې کړي. ددې پروژو چارې به په شپږو مياشتو کې داړونده کليو دشوراګانو له لارې بشپړې شي چې د سيمې اوسيدونکو ته به ۳۸۰۰ کاري ورځې رامنځ ته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS