په ننګرهار کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۸ کیلو متره سړک هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست او اړوندو پرمختیايي شوراګانو تر منځ په کامې ولسوالۍ کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۸ کیلومتره سړک جوړولو تړون لاسلیک شو. دا سړک چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د لارجوړولو د ملي پروګرام له لوري جوړیږي تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۷ زره وګړي له ترانسپورتي اسانتیاوو برخمن شي.