په ننګرهار کې د ۲۴۲ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۹:۴۲
په ننګرهار کې د ۲۴۲ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د ننګرهار ولایت د دبالا ولسوالۍ په خرکني کلي کې د ۲۴۲ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال چارې ۶۵ سلنه مخکې تللې دي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال کاریګرو ته ۳۹۵۲ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشيړیدو به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له زیان څخه خوندي کړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS