په ننګرهار کې د ۱۴،۸ میلونه افغانیو په ارزښت دسربند او استنادي دیوال یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د سپین غر ولسوالۍ د صاحب زاده ګانو شورا ترمنځ د ۱۴،۸ میلونه افغانیو په ارزښت د یوه سربند او استنادی دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.
ددې هوکړه لیک له مخې به د ۷۹ مترو په اوږدوالي یو سربند او د ۱۸۹ مترو په اوږدوالی استنادی دیوال جوړ شي چې ۲۰۰ جریبه ځمکې ته به د خړوبولو اسانتیاوې برابرې کړي او یوه اندازه ځمکه به د سیلابونو له ګواښ څخه هم وژغوري.