په ننګرهار کې د یو محافظوي دیوال د جوړولو کار پای ته نږدې دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالي په کوټه وال کلي کې له معیارونو سره سم د ۳۱۷ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال جوړیږي چې کار یې ۹۷ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۳۵۸۱ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۴۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.
