په ننګرهار کې د استنادي دیوال د جوړولو چاري پیل شوې
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالي په بیرې کلي کې د ۲۵۴ مترو په اوږدوالي پوخ او معیاري استنادي دیوال د جوړولو کار پيل شو.
د یادې پروژې په لړ کې به ۲۲۳۶ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۱۵۰ کسه ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به نه یواځې د سیمې ۸۵ جریبه کرنیزه ځمکه بلکې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له زیان څخه خوندي کړي.