په ننګرهار کی ۱۳۸ کورنیو ته پاکې اوبه برابریږي

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینرامان الله میاخیل او د پچیراګام ولسوالۍ د سرې کلا شورا ترمنځ د څه د پاسه درې میلونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو پراختیا وزارت کلیوالي سیمو ته د اوبو رسولو ملی پروګرام RU-WATSIP له لوري د درې میلونه او سل زره افغانیو په لګښت جوړیږي چې ۱۳۸ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.