په ننګرهار ولایت کې د ۱ میلیون افغانیو به لګښت یو جومات بشپړیدو ته نږدی دی

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۹:۳۲
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۱ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات د ودانۍ کار د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د تریلې بهار مینې د پراختیایي شورا لخوا روان دی. یاد جومات په ۱۱۲ متره مربع ځمکه کې جوړیږي چې د جوړیدو کار یې ۷۰ سلنه پرمخ تللی دی. دغه جومات به په ۳ میاشتو کې بشپړ شي او د کار په بهیر کې به یې هره ورځ ۳۰ ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي. د پروژې له بشپړیدو وروسته به د نوموړي کلي ۳۵۰ کورنۍ ترینه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS