په ننګرهار ولایت کې د څښاک د پاکو اوبود یوې شبکې د جوړیدو کارروان دې
د کلیود بیارغونې او پرا ختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۴۰ زره لېټره اوبو ظرفيت لرونکې دغه شبکه د سره رود په ولسوالۍ کې د د حاجیانو کليوالي پراختيايي شورا لپاره په پام کې نيول شوې، چې په جوړېدو سره به يې ۲۲۵۰ تنه ځايي اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمن شي، چې د جوړېدو په ترڅ کې به يې ۱۱۸۰ کاري ورځې د ماهرو او غېر ماهرو کارکوونکيو لپاره رامنځته شي.
