په ننګرهار ولایت کې د سپماګروپونو د فعالیتونو څارنه

mrrd_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
په ننګرهار ولایت کې د سپماګروپونو د فعالیتونو څارنه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په ۶ پرمختیایي شوراګانو کې سپماګروپونو ته د مقطعي پانګې د تزریق او په یادو سپماګروپونو کې د پورونو د ورکړې د پروسې څارنه وکړه.

د یادونې وړده، چې د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ د صدیق اباد پرمختیایي شورا د ۴ ښځینه سپماګروپونو ۴۰ غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب روزنه او همدا راز په دې ولسوالۍ کې له نویو جوړ شویو تولیدي ګروپونو لیدنه د پروګرام هغه اقدامات دي، چې په دې وروستیوکې ترسره شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

په پکتیا کې د ۴.۱ یو میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پله د جوړیدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ اړوند د سره کلا د پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۴.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

په لغمان کې د ۳۷۴ متره بولډراستنادې دیوال د رغونې چارې روانې دي

د لغمان د کلیوبیارغونې اوپراختیاریاست ترچترلاندې د سیمه ییزې همغږۍ برنامې په مالي لګښت د لغمان ولایت د قرغیوولسوالۍ اړوند د درغرد سیمې ۳۷۴ متره بولډراستنادي دیوال درغونې چارې روانې دي ،. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

په کاپیسا کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۲۴ کیلو متره سړک د جوړیدو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په کاکري او امام خیلو کلیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۲۴ کیلو متره کانکریټي. . .

BACK TO NEWS