په ننګرهار ولایت کې د استنادي دیوال، د اوبو لګولو د کانال او سربند د جوړولو کار روان دی

mrrd_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
په ننګرهار ولایت کې د استنادي دیوال، د اوبو لګولو د کانال او سربند د جوړولو کار روان دی

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د استنادي دیوال، د اوبو لګولو د کانال او سربند د جوړولو کار ۴۰ سلنه مخ ته تللي دي.

د دغې پروژې د فزیکي کار پر مهال به چې د IFAD له بودیجې تمویل شوې او د یاد ولایت د هسکې مینې ولسوالي په ثناخیلو کلي کې جوړیږي ۶۳۹ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۴۰۰ کسه ترې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د ځايي اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي او تر څنګ به یې دغه ځمکه او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له زیان څخه هم خوندي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS