په ننګرهارکې د څه باندې ۶۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ سړکونو جوړولو کار پیل شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۸
په ننګرهارکې د څه باندې ۶۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ سړکونو جوړولو کار پیل شو

دکلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت دسیمه ییزې پراختیا پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۹ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د مراد علي لیسې څخه تر ولسوالۍ مقام پورې د ۴.۱ کیلو متر په اوږدوالي د کانګریټي سړک، چې د یاد سړک کانګریټي برخه پنځه متره پلنه ده، ورسره به شل پلچکونه او ۱۷۷۸ مترو په اوږدوالي استنادي دیوالونه هم جوړ شي .

دغه راز په یاده ولسوالۍ کې دکلیوالی لارو دجوړولوملي پروګرام له بودیجې څخه د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹۳۰ متره په اوږدوالي د پیرزایي کلي څخه تر ګوشتوال سیمې پورې د د کانګریټي سړک جوړولو چارې هم پیل شوي چې د نیم متر شولډر په ګډون به پنځه متره سور ولري او ورسره به ۹ پلچکونه او د ۹۹۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوالونه هم د درې میاشتو په موده کې جوړ شي.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل او یو شمیر نورو چارواکو ددې پروژو پرانسته وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS