په میدان وردګو کې د ٤،٨ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۰۰ زده کونکو ته د پوهنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو

ulfat_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۵:۵۸
په میدان وردګو کې د ٤،٨ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۰۰ زده کونکو ته د پوهنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو

د میدان وردګو ولایت، چک ولسوالۍ په دربند سیمه کې د شهید حضرت ګل د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي د رغولو چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې ته چتر لاندې د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد ښوونځی شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، درې تشنابونه او یوه د څښاک اوبو څاه لري، چې په رغولو یې ٤.٨ میلیونه افغانۍ لګښت شوی په دې ښوونځي سره د یادې سیمې د ٣٠٠ په شا او خوا کې زده کوونکي د یوه معیاري او مناسب زده کړییز چاپیریال له شتونه برخمن شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS