په میدان وردګو ولایت کې (۶۶) بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د ایکو (ECHO) بنسټ په مالي مرسته او د PIN نړیوالې مؤسسې له لوري د میدان وردګو ولایت په سیداباد، جغتو او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې د څه کم دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د (۶۶) بیلابیلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه پروژې د یادو بنسټونو د عامه حفظ الصحي په واسطه د کورنیو او ټولنو د وړتیا او ظرفیت لوړولو تر سرلیک لاندې په یادو دریو ولسوالیو کې د یو کال په جریان کې بشپړې شوې دي، چې پکې د ۵۰  څښاک اوبو څاګانو بیارغول، د ٩ کاریزونو اساسي رغول، ٧ بابه مبرزونه، ۱۰۰ د کثافاتو راټولولو سطلونه، پر ٣۲۵۰ کورنیو نقدي مرستې او پر ۳۲۷۴ کورنیو د روغتيايي بستو ویشل شامل دي. د یادونې وړ ده چې د یادو ساختماني پروژو د پلي کولو پر مهال ۲۶۷۸ کاري ورځې رامنځته او ګڼ شمېر کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS