په میدان وردګو ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۹:۲۹
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په تخنیکي همکارۍ او نظارت، د یونیسف ادارې په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په عبدالرحيم خېلو سیمه کې د ۴.۳ میلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د رغولو چارې بشپړې او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي وحیدالله راشد له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 دغه شبکه د لمريزې برېښنا سیسټم او د ٣٠ متره مکعب ذخیرې په لرلو سره د پنځو میاشتو په موده کې ورغول شوه چې د سیمې ٣٩۴ فني او ٢٨٦٢ غیر فني کارکوونکو ته کاري زمینه برابره کړې وه. همدارنګه د یادې شبکې په بشپړیدو سره ٢٠٠ کورنیو او د ښوونځي شاوخوا ٣٥٠ تنو زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS