په ملي دسترخوان پروګرام کې تر اوسه څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
په ملي دسترخوان پروګرام کې تر اوسه څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي

د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د حکومت د رسنیو په مرکز کې رسنیز کنفرانس ته وویل چې، د ملي دسترخوان پروګرام په ټول افغانستان کې د لیندۍ میاشتې په ۱۸ مه نیټه پیل شوی او تر اوسه یې په ۱۵۰ کلیو کې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته مرستندویه توکي ویشلي دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: له نږدې ۱۳ زره هغو کلیو څخه چې په لومړي پړاو کې د ملي دسترخوان پروګرام تر پوښښ لاندې راځي، د ۱۱۲۰۰ کلیو معلومات بشپړ شوي دي، د ۹۸۰۰ کلیو د ګټې اخیستونکو لیست بشپړ شوی او په ۹۷۰۰ کلیو کې د څار او ویش کمیټې جوړې شوې دي او په ۳۰۰۰ کلیو کې د پرمختیایي شوراګانو حسابونو ته پیسې لیږل شوې دي.

د کليو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر وویل، د روڼتیا په موخه په انلاین بڼه هر څوک کولای شي، د پروګرام په اړه معلومات ترلاسه کړي او که هر ډول ستونزه ویني، د ۳۳۳۰ وړیا شمېرې لارې د وزارت د اطلاعاتو او شکایتونو له جوړ شوي مرکز سره دې اړیکه ونیسي، تر څو په وخت یې شکایت ته رسیدګي وشي.

د یادولو وړ ده چې د یاد پروګرام په لومړي پړاو کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې ۱۲۸۹۶ کلیو کې ۱.۶۷ میلیونه کورنیو ته مرستندویه توکي ویشل کیږي او په دویم پړاو کې به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د ۲۳۵ ولسوالیو ۲۰۳۹۷ کلي تر پوښښ لاندې راولي، چې ۲.۵ میلیونه کورنیو ته به خوراکي توکي وویشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS