په لوګر کې یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره او کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۴
په لوګر کې یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره او کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سرې غونډۍ کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوې زیرمې چې ۵۰۴ متره مکعبه حجم لري او یوه کانال، چې ۳۵۰ متره اوږدوالی لري کارونه بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

دا کانال چې د ۶۴ کورنيو ۸۰ جریبه کرنيزه ځمکه خړوبوي. او تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته یې ۱۶۵۷ کاري ورځې برابرې کړې.

د يادونې وړده، چې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ اړوند د سرې غونډۍ کلي کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اوبو لګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او فرعي لارو جوړولو سکټورونو کې ۱۳۰ پروژې منظورې شوي، چې د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS