په لوګر کې څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو  ځمکو د اوبو کولو د  کانال د جوړیدو کار روان دی

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۴:۲۰
Logar

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  د کرنې لپاره د پراختیا نړیوالې بودجې (IFAD)  ) د برنامې له لوري د  څه باندې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو مکو د  اوبو لګولو کانال د جوړولو کار د لوګر ولایت د مرکز د ۱۲ کلیو د پراختیایي شوراګانو له لوري روان دی. دغه کانال ۱۷ کیلو متره اوږد والی، ۱۵۵ سانتي متره پلنوالی او شاوخوا ۷۰ سانتي متره لوړوالی لري چې کار یې تر اوسه له  ۹۰٪ نه زیات  بشپړ شوی دی. د نوموړي کانال د کار په بهیر کې هره ورځ په منځنۍ توګه ۴۰۰ تنو ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو ته د کار زمینه برابریږي او د بشپړیدو وروسته به د یادو کلیو د خلکو ۲۴ زره  جریبه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS