په لوګر کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال د جوړولو د پروژې کار روان دی

په لوګر ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال د جوړولو د پروژې کار پنځه لس سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د ازرې ولسوالي په محبت خیلو کلي کې د نږدې د ۳۶۸۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال په پنځو برخو کې جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۶۴۱۸ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۰۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې زیاته کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.