په لوګر ولایت کې له ۱۲ بیوزلو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د تلخني کلي د پراختیایي شورا لخوا ۱۲ بیوزلو کورنیو سره د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې پدې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او چای شامل وو.