په لوګر ولایت کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه لومړني ښوونځي د جوړید چارې روانې دي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲ - ۱۲:۴
لوگر

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د اقرا پروګرام له لوري ددستګیر کوچي د ایلبند د پرمختیايي شورا په مټ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ
کې د ګرځنده کوچیانو لپاره د ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه لومړني ښوونځي د جوړیدو چارې روانې دي. دا ښوونځی ۶ ټولګي یوه اداري خونه، ۳ تشنابونه او یوه د څښاک د پاکو اوبو څاه لري.
د ښوونځي په جوړیدو سره به یې ۱۸۵ کوچیانې نجونې او هلکان له ګټې برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS