په لوګرولایت کې ۲۴۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۲۴
ایجاد فضای سالم درسی برای ۲۴۰ دانش‌آموز در لوگر

په لوګر ولایت کې۲۴۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن شول. دا ښوونځی چې۶ درسي خونې،۱ اداري خونه، ۳ تشنابونه او د پاکو اوبو یوه څاه لري د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د سرې کلا ابازک پراختیایي شورا لخوا یې کار بشپړ شویدی. ددې ښوونځي د جوړېدو په ترڅ کې ځايي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۳۲۴۶ کاري ورځې رامنځته شوې وې. دغه ښوونځی د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړ شوېدي. د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سيوري لاندې د اقرآ برنامې له لوري ۴۲ بابه ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي، چې د يو شمېر کارونه بشپړ شوي او پاتې نور به په نږدې راتلونکې کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS