په لغمان کې له ۸۵۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند ۸۵۰ کورنیو سره د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغومرستو کې اوړه ، نرۍ وریجې ،غټې وریجې ، غوړې، لوبیا، دال، بوره چاې ،صابون اوکمپلې شاملې وې.
