په لغمان کې له ۸۵۰ اړو کورنیو سره د څه باندې ۳.۲ ملیونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۸۵۰ اړو کورنیو سره د څه باندې ۳.۲ ملیونه افغانيو په ارزښت د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د ۴۸ پراختیایي شورا ګانو لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهي پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې اوړه، غوړی، لوبیا، دال، بوره، صابون، کمپلې، وریجې او چای پکې شامل وو.
