په لغمان کې د ۸۰۰ مترو استنادي دیوال د رغونې قرارداد لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په چوڼۍ پاس کلې د ۸۰۰ مترو استنادي دیوال د رغونې قرارداد، د سیمې د محلي پرمختیايي شورا له استازو سره لاسلیک شو. دا پروژه به د یو کال په موده کې رغول کیږي، چې د رغونې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې د استوګنې ودانۍ او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له زیانونو څخه خوندي کړي .