په لغمان کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ متره استنادي دیوال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د کاسا- ۱۰۰۰ برنامې تر سیوري لاندې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په کوز قلعټک کلي کې
د ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ متره استنادي دیوال د جوړیدو کار روان دی.
د یادولو وړ ده چې دا پروژه به د څلورو میاشتو په اوږدو کې سرته ورسیږي او په بشپړتیا سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د نیزونو له ګواښه خوندي شي.