په لغمان کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې شبکې کار روان دی
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د سیمه ایزو پروګرامونو د همغږۍ پروګرام لخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام بابا په پنج پای میرعلي خیل کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې شبکې کار ۸۰ سلنه پرمخ تللی دی.
دا شبکه چی ۱۲۰ متره د څښاک د اوبو ژوره څاه او ۲۵ متره مکعب د اوبو یوه زیرمه لري په جوړیدو به یې ۳۰۰ کوچیانې کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.