په لغمان کې د ۳۳ ميليونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۵:۳۲
لغمان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو ملي پروګرام له لوري د لغمان په مرکز کې د ۱،۷ کیلومتره سړک او د قرغه په ولسوالۍ کې د ۱،۹ کلیومتره سړکونو هوکړه لیکونه، چې ۳۳ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د لغمان ولایتي ریاست له لوري د پرمختیايي شوراګانو له استازو سره لاسلیک شول.
د دې سړکونو په جوړیدو سره به د دې سېمې د خلکو زیاتې ستونزې حل شي او خپل محصولات به په وخت بازار ته ورسوي، چې د دوی په ژوند مثبت تغییر لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS