په لغمان کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰۰ متره کوڅو کانکریټولو کار روان دی

د لغمان ولایت د قرغيي ولسوالۍ په قلعه وزیر سیمه کې د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰۰ متره کوڅو د کانکریټولو کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی.
ددې پروژې په بشپړتیا سره به سلګونه کورنۍ ترې ګټه واخلي.