په لغمان کې د ۱۴ کیلومتره سړک جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د نړیوال خوراکي سازمان (WFP) په مالې لګښت د لغمان ولایت د نورلام ولسوالۍ په کونده ګل سیمه کې د ۱۴ کیلومتره سړک جوړولو کار پیل شو.
نوموړی سړک به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي، چې د ځایي سیمې ۳۵۰ کاریګرو ته به د میاشتې ۹۲ کیلو وړه، ۱۲.۵ کیلو دال، ۹ لیتره غوړي او ۲ کیلو مالګه به په میاشت کې ورکول کیږي. ددغه سړک د جوړیدو په صورت کې به د سیمې اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې حل شي.
