په فراه کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د فراه د مرکز په قلعه محمد کلي کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار ۶۰ سلنه مخکې تللی.
د دې پروژې په بشپړتیا سره به ۶۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.