په فاریاب کې د ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د تصفیه کولو یوه دستګاه ولګول شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په حسني کلي کې د ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د تصفیه کولو یوه دستګاه ولګول شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې په یوه ساعت کې د ۳۰۰۰ لیتره اوبو د تصفیه کولو وړتیا لري.
د دې دستګاه د لګولو او د هغې د ودانۍ د جوړولو په ترڅ کې ۲۴۲ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۱۵۶ کورنیو د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
