په فاریاب کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام سپماګروپونو ته د بکسونو وېش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د یوې رسمې غونډې په ترڅ کې په فاریاب ولایت کې نویو جوړ شویو سپماګروپ ته د سپما ۵۰۰ بکسونه ووېشل شول.
دا بکسونه یادو سپماګروپونو ته د سپما شویو پيسو او د پروګرام لهخوا د ورکړل شویو کتابونو د خوندي ساتنې په موخه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په فاریاب ولایت کې له پروګرام سره د همکارې موسسې CHA په وسیله په دوه ولسوالیو بلچراغ او مرکز میمنه کې فعالیت لري، چې تر اوسه یې ۱۱۷۷ سپماګروپونه جوړ کړي. د دې سپماګروپونو غړو په اونیزه توګه د منظمه غونډو له لارې وکولای شول، چې درې میلونه افغانۍ وسپموي او وروسته یې بیا د پور په توګه غړو ته ورکړي.