په فاریاب کې د اوبو رسولو یوه شبه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د فاریاب ولایت د قرغان ولسوالۍ د میراباد شورا له لوري د ۱.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵۵۰ متره اوږده شبکه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. یاده پروژه ۲ نیمه ژورې څاګانې ۷ نلکې او یوه هسکه ۱۶ متر مکعبه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه لري.
د یادې پروژې په ترڅ کې ۸۴۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۱۰۰ کورنۍ د څښشاک له صحي اوبو برخمنې شوې.