په غور کې د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۴:۲۴
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۹.۴ میلیون افغانی در غور

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ په خواجه غار کلي کې ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه د ۱۰۰ متره مکعبو په کچه یو زیرمه، دوه نیمه ژورې څاه ګانې، فشار ماتونکي، د پمپ خونه، ۴۰ سولرې ښیښې، د سولرونو لپاره محافظتي دیوال، نلکې او میټرونه لري.

باید ووایو چې د دې پروژې په ترڅ کې ۵۶۷۵ کاري ورځې رامنځ شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۶۰۰ کورنۍ، یو روغتیايي کلینیک، دوه ښوونځي، د تیورې د مرکز بازار او دولتي ادارې د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS