په غور کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ترانسپورتي پل جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په قتلش کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵ متره اوږد ترانسپورتي پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په ترڅ کې ۳۱۴۶ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۱۰۰۰ تنه سیمه ییز خلک له ګټو برخمن شول.
دې پل نه یوازې دا چې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړې بلکې له کروندګرو سره به هم مرسته وکړي چې خپل محصولات د پلور بازارونو ته ورسوي.