په غور کې د ۲۲ متره سربند او ۱۶۰ متره کانال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په جوی بدل کلي کې په پاخه ډول د ۲۲ متره سربند او ۱۶۰ متره کانال جوړولو کار ۳۴ سلنه پر مخ تللی.
د دې پروژې په ترڅ کې ۱۷۴۶ کاري ورځې رامنځ ته شوې دي چې په بشپړتیا سره به یې د سیمې ۱۴۲۲ تنه وګړي له ګټو برخمن شي.
یاده دې وې چې د دې پروژې په بشپړتیا سره به ۱۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي.