په غور کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ پرمختیایي پروژې بشپړې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته شوې.
په دې پروژو کې د استنادي دیوالونو جوړول، ا اوبه خور کانالونه، د اوبورسولو پروژې، د لمریزې او اوبو دبریښنا کوچنۍ شبکې، د اوبه خور زیرمې اود څښاک داوبو د څاه ګانو کیندل راځي. چې په ترڅ کې یې د کاریګرو لپاره لسګونه کاري ورځې رامنځته شوې دي.
د شهرک ولسوالۍ نږدې ۹۹۲ کورنۍ ددې پروژو له ګټو برخمنې شوي، په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې یې مثبت بدلونونه راغلي دي.