په غور کې د ۱،۶ ميليونه افغانيو په ارزښت يوه د اوبو رسولو شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۷:۱۰
غور

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري د غور مرکز په پلال فيروزکوه کلي کې د څښاک اوبو يوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. په دې پروژه کې د يوې څاه کېندل، د ۲۰ مکعب مترو په حجم د اوبو د ذخيرې جوړول، ۱۹۲۰ متره د اوبو رسولو پايپ، د لمريزو سولرو نصبول او په کورونو کې د ۶۰ نلکيو لګول شامل دي. د دې پروژې په بشپړيدو سره ۱۴۰ کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS