په غور ولایت کې د  ۲.۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د یوې شبکې جوړولو کار بشپړ شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۵:۰
غور

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۲.۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د منار شورابک کلي د پراختیایي شورا له خوا بشپر او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وړاندې شوه. د څښاک د پاکو اوبو دغه شبکه ۷۳‍۱۵ متره اوږدوالی لري او د ۱۶ زره لیتره اوبو د یوې زیرمې لرونکې ده. د دغې پروژې تربشپړیدو وروسته د کلي ۱۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبوته لاسرسی پیدا کړی دی. د یادونې وړ ده چې ددغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته په مجموعي ډول ۱۸۴۰ کاري ورځې رامنځته شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS