په غزني کې ۷۵۰ متره اوږد کانال جوړ شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۲۴
تکمیل کار ساخت ۷۵۰ متر کانال آبیاری در غزنی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند د خوربوته پاتو کلي کې ۷۵۰ متره اوږد کرنيز کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۳۲۰ کاري ورځې هم برابری شوې او ۴۰ کورنۍ ترې مستقیمه ګټه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې ددې کانال په جوړیدو سره د نوموړي کلي د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزه حل شوه او د اوبو د ضایعاتو څخه هم مخنیوی وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

په غزني کې ۷۵۰ متره اوږد کانال جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند د خوربوته پاتو کلي کې ۷۵۰ متره اوږد کرنيز کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۴:۱۶
Background image

په نورستان کې ۵۱۰ متره اوږد اوسپنیز کانکریټي سړک جوړ شو

په نورستان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پارون کې د ۵۱۰ مترو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۵:۲۱
Background image

په سمنګانو کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پُل جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت، حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د لوپان نو او لوپان کهنه کلیو لپاره د ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د. . .

BACK TO NEWS