په غزني کې د روغتیايي مرکزونو د سنبالښت په موخه د نا خوراکي توکیو مرسته وشوه
د غزني د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له خوا د کویډ- ۱۹ کرونا د خپریدو له کبله د بیړني حالت د رامنځ ته کیدو په سبب د یاد ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د ۸ ډوله ناخوراکي توکیو مرسته وشوه.
۲۵۰ عسکري کمپلې، ۱۰ کیږدۍ، ۳۰ پلاستیکي ترپالونه، ۵۰ پلاستیکي بوشکې، ۱۰۰ روغتیايي کیټونه، ۲۰ د مستو کاسې، شل کاشوغې، او شل پنجې د کرونا د تشخیص او درملنې د روغتیايي مرکزونو د سنبالښت په موخه د یاد ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته وشوه.
