په غزني کې به د یوه کرنیز کانال په جوړیدو سره ۵۰۰ جریبه ځمکه خروبه شي.

mrrd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۰:۱۷
په غزني کې به د یوه کرنیز کانال په جوړیدو سره ۵۰۰ جریبه ځمکه خروبه شي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار د غرني ولایت د ناور ولسوالۍ اړوند د باریک جوی کلي د پراختیایي شورا له لخوا روان دی. د یادونې وړ ده چې دغه کرنیز کانال به ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې چې کار یې ۹۰ سلنه پرمخ تللی دی، تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته به ۱۷۸۰ کاري ورځې رامنځته شي او ۲۹ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS