په سرپل کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶۰ متره استنادي دیوال کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په اوقاف شرقي کلي کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶۰ متره استنادي دیوال کار روان دی.
ددې پروژې په ترڅ کې لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې، او په جوړیدو به یې د کلي جومات، استوګنځایونه او د شاو خوا ۳۰۰ کورنیو باغونه د نیزونو له ګواښه خوندي شي.
