په سرپل کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۵:۲۱
جریان کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۴.۸ میلیون افغانی در سرپل

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په ګنده جه، مرغوچ، سروس او قفزرک کلیو کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار ۴۰ سلنه پرمخ تللی.

دا شبکه ۱۴ کیلو متره اوږدوالی، د ۱۰ متر مکعبه په کچه ۳ زیرمې، ۳ چینې ، ۵ فشار ماتونکي، ۶ عمومي نلکې، ۶۵ د اوبو اخستلو نلکې او د هغې چینې جوړښت چې په ثانیه کې ۲.۲ لیټره اوبه ورکوي لري. ددې پروژې په بشپړتیا سره به ۹۹۳ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS