په سرپل کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په ګنده جه، سر غوچ، سروس او قفزرک کلیو کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار ۴۰ سلنه مخکې تللی دی.
دا شبکه ۱۴ کیلو متره اوږدوالی، د ۱۰ متر مکعبو په کچه ۳ زیرمې، ۵ فشار ماتوونکي، ۶ عمومي نلکې ، ۶۵ کورنۍ نلکې او په یوه ثانیه کې د ۲.۲ لیتره جریان لرونکې چینې د ساتنې ساختمان لري. چې د جوړیدو په ترڅ کې یې لسګونه کاري ورځې رامنځ کیږي.
باید ووایو چې د یادې شبکې په جوړیدو سره به د څلورو کلیو ۹۹۳ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیامومي.