په سرپل کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دهمرده کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه ۱.۸۶۲ کیلو متره اوږدوالی، ۹۵ متره ژوره څاه، ۲.۲ کیلو واټه د اوبو پمپ، د ۲۰ متر مکعبه په کچه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه او ۱۸ سولري ښیښې لري. چې په بشپړتیا سره به یې ۵۳۱ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
